د خوست څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز ازاده مېنه کي تېره شپه په يو کور کي د کازو ډبه چاودلې.
د سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي د يوې کورنۍ درې ښځي وژل سوي او يو ځوان ټپي سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي تر چاودني وروسته اورلګېدنه هم رامنځ ته سوې.