د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ په صبریو ولسوالۍ کي يو ځوان ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان مخفورالله نومېږي او پلار ئې د دغه ولايت په يوه ديني مدرسه کي معلم دئ.
دغه کس د زهرو ګولۍ خوړلي او ځان وژنه ئې کړې.
تر اوسه د دغه ځوان د ځان وژني علت څرګند نه دئ؛ خو په افغانستان کي ډېری کسان د غريبۍ، کورنيو ستونزو، بېکارۍ او دې ته ورته نورو ستونزو له امله ځان وژنه کوي.