د بغلان ولايت د ط..البانو چارواکو د جمعې په ورځ ويلي

د بغلان ولايت د ط..البانو چارواکو د جمعې په ورځ ويلي، چي د تېري شپې د سېلابونو له امله درې کسان وژل سوي او لسګونه کورونه ويجاړ سوي دي.
د هغوی په خبره دغو سېلابونو په خنجان، دوشي او دهنه غوري ولسوالۍ کي ۳۴ کورونه ويجاړ کړي دي.