د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هغه د ادارې له خوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد په اړه د راپورونو بېخبره دئ.
نوموړي دا څرګندوني په سپینه ماڼۍ کي د یوې خبري غونډي پر مهال وکړې، هغه ويلي چي تر اوسه پوري خبر نه دئ، چي په قطر کي مېشت ۱۱۰۰ افغان کډوال کانګو ته لېږدوي.
هغه ويلي، چي د يادي موضوع په اړه به څېړنه وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپل وروستي راپور کي لیکلي، امریکا له کانګو سره د دغو افغان کډوالو د انتقال په اړه خبري رواني کړي دي.
د راپور له مخي یاد کډوال چي دا مهال په قطر کي دي ډېری هغه کسان دي چي پخوا ئې په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو او ادارو سره کار کړی وو.