د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي چي د ط.. البانو او پاکستان تر منځ د وروستيو نښتو له امله د ۹۴ زرو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي چي د ط.. البانو او پاکستان تر منځ د وروستيو نښتو له امله د ۹۴ زرو ډېر کسان د هیواد په ختیځو ولایتونو کي بې‌ځایه سوي دي.
یاد کسان په ځانګړي ډول په خوست، کنړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کي خپل کورونه پرېښي دي.
اوچا زیاتوي، چي دغو جګړو ملکي زیربناوو ته هم زیان اړولی او زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو رسول ئې سخت کړي.

ياد سازمان ويلي، چي دغه بې ځايه سوي کورنۍ بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.