د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کي شاوخوا ۱۴ میلیونه خلګ د شدیدي لوږې له ستونزي سره مخ دي، په داسي حال کي چي د خوراکي توکو بیې هم ورځ تر بلي لوړېږي.
د دې ادارې په وینا، د مالي سرچینو د کمښت له امله د خوراکي مرستو پوښښ ډېر محدود سوی او له نهو اړمنو کسانو څخه یوازي یوه ته مرسته رسېږي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چي د ماشومانو د سختي خوارځواکۍ وضعیت هم په ګڼو ولایتونو کي د اندېښنې وړ دئ او د هیواد په شاوخوا یوه پر دریمه برخه ولایتونو کي بحراني حالت ته رسېدلی دئ.
یادي ادارې ویلي، د بېړنیو خوراکي او تغذیوي مرستو د دوام له پاره په راتلونکو شپږو میاشتو کي ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.