د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویلي چي د ژمي په راتګ سره په افغانستان کي د لوږي او خوارځواکۍ ستونزه لا پسي جدي سوې ده

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویلي چي د ژمي په راتګ سره په افغانستان کي د لوږي او خوارځواکۍ ستونزه لا پسي جدي سوې ده.
دغه ادارې خبرداری ورکړی چي د سږ کال په ژمي کي به ډېر ماشومان له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ سي.
په افغانستان کي د WFP مشر جان ایلیف ټینګار کړی چي د واورو د اورېدو او د لارو د بندېدو مخکي باید اړمنو کورنیو ته لازم خوراکي توکي ورسول سي، تر څو د ژمي په سړه هوا کي د لوږي او خوارځواکۍ څخه خوندي پاته سي.

هغه زیاته کړه، که چټک اقدام وسي، د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو مخه نیول کېدای سي، ځکه دا ستونزه هرکال د ژمي په میاشتو کي زياتېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وړاندي ویلي چي افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له پلوه په نړۍ کي د لومړيو څلورو هيوادونو څخه دئ.