د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چي په منځني ختیځ کي روان تاوتریخوالی او د نړۍوال اقتصاد ګډوډي ښايي د نړۍ په کچه میلیونونه

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چي په منځني ختیځ کي روان تاوتریخوالی او د نړۍوال اقتصاد ګډوډي ښايي د نړۍ په کچه میلیونونه نور خلګ د لوږي له جدي ګواښ سره مخ کړي.
د دې ادارې د ارزونو له مخي، د افریقا په سویلي وچو سیمو او ځینو آسیایي هیوادونو کي خلګ تر نورو زیات له دې بحران څخه اغېزمنېدای سي.
راپور زیاتوي که چیري جګړې ژر پای ته ونه رسېږي او د تېلو بیې لوړي پاته سي، نو د خوړو کموالی به لا پسي زیات سي او شاوخوا لسګونه میلیونه نور وګړي به د خوراکي ناامنۍ سخت حالت ته ولوېږي.

د یاد پروګرام یوه لوړپوړي چارواکي هم خبرداری ورکړی، چي د شخړو دوام به په نړۍواله کچه اقتصادي فشارونه زیات کړي او هغه کورنۍ به تر ټولو ډېر زیان وویني چي لا له وړاندي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.