د مارچ ۲۸، چي د خبریالانو ملي ورځ بلل کېږي، سږ کال په داسي حال کي را رسېږي

د مارچ ۲۸، چي د خبریالانو ملي ورځ بلل کېږي، سږ کال په داسي حال کي را رسېږي، چي په افغانستان کي د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دئ.
د ط..البانو د بیا واکمنېدو وروسته، پر رسنیو محدودیتونه زیات سوي، یو شمېر رسنۍ تړل سوي او ځیني نوري لا هم د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.
خبریالان وايي چي د خپل کار پر مهال له فشارونو، ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخي، یوازي په ۱۴۰۴ کال کي د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۲۰۷ پېښي ثبت سوي دي.
د یاد راپور له مخي، په دې موده کي دوه خبریالان وژل سوي، یو ټپي سوی، ۱۸۳ د ګواښ پېښي او ۲۱ د نیولو موارد ثبت سوي دي.
یاد سازمان له واکمنو غوښتي چي د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د رسنیو ازادۍ ته ژمن پاته سي، څو خبریالان وکولای سي خپل مسلکي دندي په خوندي او ازاد چاپېریال کي ترسره کړي.

دا ورځ په داسي وخت کي لمانځل کېږي، چي لا هم ډېری افغان خبریالان د بیان له ازادۍ بې‌برخي دي او د رسنیو راتلونکی له ناڅرګند حالت سره مخ ګڼل کېږي.