د سره صلیب او سرې میاشتي د نړۍوال فدراسیون مشر، جاګن چاپاګاین، په افغانستان کي د پاکستان د وروستیو بريدونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چي د کابل د روږدو کسانو د درملني پر یوه مرکز د سوي برید قربانیان او د هغوی کورنۍ سره خپله خواخوږي شريکوي.
چاپاګاین زیاته کړې، چي د افغاني سرې میاشتي کارکوونکي په سختو شرایطو کي د خلګو له پاره مهمي بشري مرستي برابروي او د دوی له هڅو څخه ئې بشپړ ملاتړ اعلان کړی دئ.