د مسلمانانو علماوو نړۍوالي ټولني په یوې اعلامیې کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده

د مسلمانانو علماوو نړۍوالي ټولني په یوې اعلامیې کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي د مسلمانانو وینه تویول او تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده.
په اعلامیه کي راغلي، چي په کابل کي پر یوه روغتیايي مرکز وروستی برید، چي له امله ئې ګڼ شمېر کسان وژل سوي او ټپیان دي، یو ستر جنایت ګڼل کېږي.
دغي ټولني په ځانګړي ډول یادونه کړې، چي دا پېښه د روژې د مبارکي میاشتي په وروستیو لسو ورځو کي ترسره سوې، چي دا ئې لا دردناکه کړې ده.

یادي ټولني ټینګار کړی، چي پر روغتونونو او طبي مرکزونو بریدونه د نړۍوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض دئ او باید په هر حالت کي دا ډول ځایونه خوندي پاته سي.
يادي ټولني د ښکيلو اړخونو غوښتي، چي د تاوتریخوالي مخه ونیسي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.