د کنړ ولايت د ط..البانو مسئولينو ويلي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د پاکستان پوځ پر کنړ ولايت ۱۲۱ توغندۍ راغورځولي دي.
د هغوی په خبره چي په اسعداباد ښار او ناړې ولسوالۍ کي په دغو بريدونو کي شپږ ولسي وګړي ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي پاکستان دوې ورځي مخکي په کابل کي د معتادينو پر يوه روغتيايي مرکز هم بمبار کړی و، چي له امله تر ۴۰۰ زيات کسان وژل سوي او تر ۲۰۰ زيات ټپيان سوي وو.