د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په کبل څلورلاري کي د ناامنۍ پر ضد د روان لاریون پر مهال چاودنه سوې ده.
د ځايي سرچینو په وینا، چاودنه زوروره وه، خو تر اوسه د مرګژوبلي او د پېښي د څرنګوالي په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.
د سوات اوسېدونکي له څو ورځو راهیسي د ناامنۍ پر ضد اعتراضونه کوي او له پاکستاني حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه لري.