د داع.ش وسله والي ډلي د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره منلي

د داع.ش وسله والي ډلي د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره منلي، چي د کابل په شهرنو سيمه کي د چينايانو پر هوټل باندي بريد دوی کړی.
دغه ډلي په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دوی يو غړي پر ياد هوټل باندي ځ.انمرګی بريد کړی دئ.
طالبانو ویلي چي دا چاودنه د کابل ښار په ګل‌فروشي کوڅه کي د افغان او چینايي وګړو په یوه ګډ رستورانت کي سوې او په کښي شپږ افغانان او یو چینايي وګړی وژل سوی او ۱۳ کسان نور ټپيان سوي دي.