د دايکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کي ناپېژاندو وسلهوالو یو سیمهییز مخور په خپل کور کي وژلی دئ.
د سرچینو په وینا، غلاممحمد چي د غوچان سیمي اوسیدونکی و تېره شپه په خپله خونه کي د لمانځه پر مهال وژل سوی.
د سرچينې په خبره په ياده پېښه کي د هغه د کورنۍ نورو غړو ته زیان نه دئ اوښتی.
د پېښي اصلي لامل او د بریدګر هويت څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.