د راپور له مخي، په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي له ۶۵ زرو څخه زیات یهودي فعالان د اشغال سوي ختیځ بیتالمقدس د الاقصی جومات انګړ ته داخل سوي دي، چي دا د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا شمېرې د نړۍوال بیتالمقدس بنسټ په کلني راپور کي خپرې سوي دي، چي د بیتالمقدس د اسلامي اوقافو ادارې د معلوماتو پر بنسټ چمتو سوی دئ.
د راپور له مخي، په ټول کال کي ۶۵ زره او ۳۶۴ کسان دې ځای ته داخل سوي دي او ورسره د اسرائیلي سیاسي څېرو لیدني هم د پام وړ زیاتي سوي دي.
دغه بنسټ ویلي، چي د اسرائیلو د سختدریځ امنیت وزیر ایتمار بنګوېر هم له هغو سیاستوالو څخه و، چي د پارلمان له یو شمېر غړو سره یو ځای د الاقصی جومات انګړ ته داخل سوی و.
د ياد راپور پر بنسټ، دا ډول سیاسي لیدني په ۲۰۲۴ کال کي له ۹ پېښو څخه په ۲۰۲۵ کال کي ۲۰ پېښو ته لوړي سوي دي.