د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save the Children ) د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د کنړ له زلزلې شپږ میاشتي وروسته هم شاوخوا ۲۵ زره کوچنيان په خېمو کي ژوند کوي. د دغي ادارې په وینا، وروستیو بارانونو ګڼي خېمې ویجاړي کړي او د خلګو ستونزي ئې لا زیاتي کړي دي.
راپورونه ښيي، چې په کنړ کي ډېر نړېدلي کورونه او ښوونځي تر اوسه نه دي جوړي سوي. د معلوماتو له مخي، د زلزلې له امله د نژدې ۱۳۰۰ درسي ټولګیو له نیمايي څخه زياتي زیانمن سوي دي او دا مهال شاوخوا ۱۷ زره ماشومان په خلاصه فضا کي تر شنه آسمان لاندي زدهکړي کوي.
د ياد سازمان د افغانستان د برخي مشر بوجار هوکسا ویلي، چي د کنړ ولايت زلزله ځپلي بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري؛ ترڅو خپل عادي ژوند ورباندي وکړي.
په ورته وخت کي بيا ملګري ملتونو ويلي، چي په روان میلادي کال کي په افغانستان کي له څلورو میلیونو څخه ډېر خلګ سرپناه ته اړتیا لري.
بايد وويل سي، چي شپږ میاشتي مخکي یوې سختي زلزلې د کنړ او ختیځو ولایتونو ګڼي سیمي ولړزولې چي له امله ئې په کنړ کي له دوو زرو ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.