د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالي کمېټې په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کي د کار پر مهال ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل سوي دي.
رويټرز ويلي، چي دا دویم پرلهپسي کال دئ، چي د خبریالانو د وژل کېدو شمېر په بېساری ډول لوړېږي.
د يادي کمېټې په حواله چي د وژل سوو خبریالانو نژدې دوه پر دريمه برخه د اسرائیلو د پوځي بریدونو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی.
یوازي په همدې کال کي ۸۶ خبریالان د اسرائیلي عملیاتو پر مهال وژل سوي، چي ډېری ئې په غزه کي فلسطیني خبریالان وه.
راپور زیاتوي چي د جګړې له امله د کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن سوي او ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.
راپور دا هم ويلي، چي په یمن کي د رسنیو پر یوه مرکز د برید له امله ۳۱ خبریالان وژل سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د غزې او یمن تر څنګ، سوډان او مکسیکو هم د خبریالانو له پاره له خطرناکو هیوادونو څخه ګڼل سوي او په فلپین کي هم د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو پېښي ثبت سوي دي.