د راپورونو له مخي د امریکا پوځ پر ایران د احتمالي برید له پاره بېلابېل پوځي پلانونه چمتو کړي او د دغه هیواد د جګړې وزیر پیټ هېګسیت ته ئې سپارلي دي؛ څو د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړي په صورت کي ئې عملي کړي.
د هیل ورځپاڼي د راپور له مخي، دغه پلانونه په داسي حال کي چمتو سوي، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ ډیپلوماټیکې خبري له ځنډ او خنډ سره مخ دي او امریکا پر ایران اقتصادي فشارونه او سمندري محاصره هم روانه ساتلې ده.
په ورته وخت کي امریکا سیمي ته درې سمندري پوځي بېړۍ او څلور زره سمندري ځواکونه لېږلي دي. د راپور له مخي، په سیمه کي د امریکا ټول پوځي حضور تر ۵۰ زرو سرتېرو او شاوخوا ۲۰ جنګي بېړیو رسېږي.
بل لور ته، د ایران چارواکو خبرداری ورکړی، چي که امریکا برید وکړي، د تهران جواب به د پخوا په پرتله پراخ او متفاوت وي.