د راپورونو له مخي د بلوڅستان اړوند پنجګور باندي له څلور سوه زیاتو بلوڅ وسله والو بريد کړی

د راپورونو له مخي د بلوڅستان اړوند پنجګور باندي له څلور سوه زیاتو بلوڅ وسله والو بريد کړی.
وسله والو نه یوازي ښار محاصره کړی، بلکي د دولتي ادارو کنټرول ئې هم په لاس کي اخیستی دئ.
عیني شاهدان وايي چي لا هم د ښار په بېلابېلو برخو کي سخته جګړه روانه ده.

د جګړې له امله ګڼو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د دقیق شمېر په اړه ئې تراوسه پوري معلومات نه دي خپاره سوي.