په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو دغه ويډيو څراغ تلوېزيون ته لېږلې او ويلي ئې دي

په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو دغه ويډيو څراغ تلوېزيون ته لېږلې او ويلي ئې دي، چي د خيبر پښتونخوا ايالت په ملاکنډ ولسوالۍ کي د درګۍ په نوم د افغان کډوالو کمپ تړل سوی او اوسېدونکي ئې افغانستان ته تللي.
دغه کمپ کورونه او دکانونه په بشپړ ډول ويجاړ سوي او افغان ورڅخه تللي دي.
دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور مجبوره کړي وو، چي بايد د‌ پاکستان څخه خپل هيواد ته ولاړ سي.