د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت اعلان کړی چي نن دوشنبه ئې د هیواد په پنځلسو ولایتونو کي د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دئ.
دغه وزارت وايي دا کمپاین به په بېلابېلو سیمو کي تر پنځو کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.
یاد وزارت له ټولو والدینو غوښتنه کړې چي خپل ماشومان واکسین کړي، څو د ګوزڼ له خطره خوندي پاته سي.
په ورته وخت کي ډاکټران هم وايي چي پولیو یوه خطرناکه او لاعلاجه ناروغي ده چي یوازي د واکسین د لاري ئې مخنیوی کېدای سي؛ ځکه بايد والدين خپل ټول تر پنځو کلنو کم عمره ماشومان واکسين کړي.