د رفح سرحدي لاره، چي د غزې تړانګي او مصر ترمنځ یوازینۍ مهمه د تګ راتګ دروازه بلل کېږي

د رفح سرحدي لاره، چي د غزې تړانګي او مصر ترمنځ یوازینۍ مهمه د تګ راتګ دروازه بلل کېږي، له اوږدې مودې وروسته د خلګو پر مخ بېرته پرانیستل سوه.
فلسطینیانو نن دوشنبه له دې لاري د اوښتو لړۍ پیل کړه، خو چارواکي وایي چي په ورځ کي به یوازي محدود شمېر کسانو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.
د يادي لاري بیا پرانیستل د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړي یوه مهمه برخه ده، چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان له مخي عملي کېږي.

د راپورونو له مخي، هره ورځ به یوازي محدود شمېر کسان وکولای سي پر دغه لاره باندي سفر وکړي، خو بشري مرستي او سوداګریز توکي لا هم د دې لاري د انتقال اجازه نه لري. د غزې اوسېدونکي هیله لري، چي د محدودیتونو په کمېدو سره به د هغوی د ژوند سخت وضعیت یو څه اسانه سي.