د روسیې د امنیت شورا مرستیال، دیمیتري مدودوف، ویلي چي د امریکا وروستي عملیات په وینزویلا کي دا امکان ښيي چي دا ډول کارونه د نړۍ د نورو مشرانو پر ضد هم ترسره کېدای سي.
مدودوف تاس خبري آژانس ته ویلي چي د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو سناریو د نورو هیوادونو د مشرانو له پاره هم تکرار کېدای سي.
هغه د آلمان د صدراعظم فریدریش مرتس نوم هم یاد کړی او ویلي ئې دي چي د مرتس تښتول کولای سي د روانو پېښو لوری بدل کړي. مدودوف زیاته کړې چي دا ډول کړني ناشوني نه دي او د اړتيا په صورت کي به تر سره کېږي.