د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو هوډ لري چي له ط..البانو سره خپلي امنیتي او دفاعي همکارۍ زیاتي کړي.
د دغه وزارت ویاندي ماریا زاخارووا په مسکو کي یوې خبري غونډي ته ویلي، د روسیې او ط..البانو ترمنځ د همکارۍ مهمي برخي د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه، د نشهيي توکو د قاچاق مخنیوی او دفاعي چاري دي.
هغې ویلي د سیمي امنیت ته د ګواښونو مخنیوی د ټولو لورو ګډه موخه ده او د دې هدف له پاره باید خبري او ګډي همکارۍ پراخي سي.
بايد وويل سي، چي روسیې او ط..البانو د روان کال په غبرګولي میاشت کي هم د پوځي او تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړی و. دغه تړون مسکو ته د ط..البانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د سفر پر مهال لاسلیک سوی و.