د روغتيا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کي د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت سوې ده.
دغه سازمان ويلي، چي د کندهار ترڅنګ د هرات په شنډنډ کي دوې او د پکتيکا په ډيله ولسوالۍ کي يوه د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت سوې ده.
ياد سازمان دغه رار زياتوي، چي په ۲۰۲۶ ميلادي کال کي په افغانستان کي ۱۹ د ګوزڼ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.