د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) اعلان کړی، چي جاپان له افغانستان سره ۲۴۰ زره ډالره نوې مرسته کړې ده

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) اعلان کړی، چي جاپان له افغانستان سره ۲۴۰ زره ډالره نوې مرسته کړې ده.
د ياد سازمان په وینا دا مرستي به د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، له ښځو، ماشومانو او په نشه يي توکو روږد کسانو د درملني له پاره وکارول سي.
د روغتیا نړۍوال سازمان استازي، اډوین سینیزا سالوادور، د جاپان له حکومت څخه مننه کړې او ویلي ئې دي چي دغه مرسته به له اړمنو کسانو سره د درملني او پالني په برخه کي مهم رول ولوبوي.