د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د روان ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پوري ئې په ۲۵ ولایتونو کي د خوارځواکۍ د درملني له ۸۷ مرکزونو سره مرسته کړې، چي په پایله کي ئې له پنځو کلونو کم عمره ۲۷ زره او ۴۰۳ ماشومان تر درملني لاندي نیول سوي دي.
دغه سازمان وايي، د سختي خوارځواکۍ د درملني له پاره ئې ۷۴ ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته هم روزنه ورکړې او روغتیايي مرکزونو ته ئې اړین درمل او طبي وسایل برابر کړي دي.
په ورته وخت کي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي نژدې ۱۶ میلیونه کسان له سختي لوږي سره مخ دي، چي ۳.۴ میلیونه ئې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي، په ۲۰۲۷ کال کي به له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د سختي خوارځواکۍ درملني ته اړتیا ولري. همداراز، وړاندوینه سوې چي په راتلونکي ژمي کي به د خوړو له سخت کمښت سره د مخ کسانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته لوړ سي.