د روغتیا نړۍوال سازمان په ننګرهار ولایت کي د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د یوې نوي مثبتي پېښي د ثبت خبر ورکړی

د روغتیا نړۍوال سازمان په ننګرهار ولایت کي د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د یوې نوي مثبتي پېښي د ثبت خبر ورکړی دئ.
د دغه سازمان د راپور له مخي، چي ياده پېښه په سره‌رود ولسوالۍ کي ثبت سوې، چې ورسره په افغانستان کي د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دئ.
بايد وويل سي،چي په ۲۰۲۵ کال کي هم په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښي ثبت سوي وې.