د زابل ولايت روغتيايي مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه ناوخته د کندهار – کابل پر لويه لاره د قلات ښار ته نژدې يو ۵۸۰ مسافروړونکی بس د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
د هغوی په خبره چي په دغه پېښه کي ۴۹ کسان ټپيان سوي، چي په ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت کي د زابل ولايت د ط..البانو امنيتي مسئولينو ويلي، چي دغه بس د تېز رفتار له امله د سړک څخه اوښتی چپه سوی او دغه مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړې ده.