د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) د سې‌شنبې په سهار اعلان کړی

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) د سې‌شنبې په سهار اعلان کړی، چي د عمان د الخصب ښار شمال ختیځ څخه شاوخوا ۳۷ کیلومتره لېري، پر یوې بار وړونکي بېړۍ د نامعلومه ځای څخه بريد سوی دئ.
دغي ادارې ويلي، چي د دغه بريد په اړه ئې څېړني پيل کړي دي.
یادي ادارې له ټولو کښتیو او بېړیو غوښتي چي له يادي لاري څخه د تېرېدو پر مهال له زیات احتیاط څخه کار واخلي او د هر ډول مشکوک فعالیتونو په اړه دي سمدستي چارواکو ته راپور کړي.