د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخي، ایران له عمان او یو شمېر سیمهییزو منځګړو سره د هرمز تنګي له پاره د یوه نوي لنډمهالي سمندري مسیر د جوړېدو په اړه خبري کړي دي، ترڅو د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ بېرته پیل سي.
د راپور له مخي، په وړاندیز سوي پلان کي به خلیج فارس ته تلونکي بېړۍ به د ایران سمندري اوبو ته داخلېږي او د عمان له اوبو څخه به وځي، پرته له دې چي کوم فیس ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، ایراني چارواکو په لومړي سر کي دې وړاندیز ته مثبت غبرګون ښودلی، خو وروسته ئې غوښتنه کړې، چي پر ایران به د بريدونو د نه کولو تضمين ورکوي.
د راپور له مخي، سیمهییز منځګړي لا هم د دې وړاندیز په اړه د ایران د سپاه پاسدارانو وروستي جواب ته په تمه دي.