د زابل څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په شاجوی ولسوالۍ کي د يوه وژل سوي کس جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي د دغه کس جسد ځايي خلګو د شاجوی ولسوالۍ د بازار په يوه سيمه کي پيدا کړی دئ.
د دغه کس د هويت او وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.