د ط..البانو د کندهار د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د انسان قاچاق په تور ئې ۲۴ کسان نیولي دي.
خبرپاڼه ليکي چي یادو کسانو هڅه کول چي ۶۸ تنه، چي په کښي کم عمره ماشومان هم شامل دي، بېلابېلو هیوادونو ته په ناقانونه ډول انتقال کړي.
د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي، دغه کسان د تېرو دوو اونیو په جریان کي نیول سوي او له نیولو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل سوي دي.