د ارزګان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د ارزګان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت په چورې ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ځوان سميع الله نومېږي او اصلي د ارزګان ولايت د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکی دئ.
په ورته وخت کي ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي چي سميع الله د شخصي دوښمنۍ له امله وژل سوی او دوی ئې په تړاو دوه تورن کسان نيولي دي.