د پاکستان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه هيواد د کوزي پښتونخوا په لکي مروت سيمه

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه هيواد د کوزي پښتونخوا په لکي مروت سيمه کي نامعلومو وسله والو يو پاکستانی نظامي وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس عمرفاروق نومېږي، چي نامعلومو کسانو په نښه کړی او وژلی دئ.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي د دغه کس د وژل کېدو مسئوليت نه دئ منلی.