د‌‌ ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د‌‌ ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۶۲۷ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۳۶۳ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د‌ لاري، ۱۹۶ کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۵ کورنۍ د‌ بهرامچې د‌‌ لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۳۷ کورنۍ د اسلام کلا او ۱۶ کورنۍ د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.