د سرپل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په بلخاب ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو په ډبرو سکرو بار دوو موټرو ته اور اچولی او سوځولي ئې دي.
سرچينه وايي تر اوسه څرګنده نه ده، چي دغه موټر چا سوځولي دي.
په ورته وخت کي د سرپل ولايت د ط..البانو امنيتي ادارو هم ياده پېښه تائيد کړې او په خبره ئې چي دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي.