په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو پخواني قومندان سکاټ مېلر ویلي، د دغه هیواد د امریکایي ماموریت له پای ته رسېدو څخه خوښ نه و او د خپلو افغان همکارانو د پرېښودو له امله ئې د خیانت احساس کاوه.
مېلر په یوه تازه مرکه کي د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د تخلیې پر مهال د سوي چاودني په اړه هم خبري کړې دي. هغه ویلي، د چاودني پېښي او د خلګو د ژغورلو پر وړاندي د بې وسۍ احساس ورباندي ډېر سخت اغېز کړی و.
نوموړي ویلي، د افغانستان د ماموریت د پای ته رسېدو پر مهال ئې له هغو افغانانو سره د پاته کېدو احساس درلود، چي د کلونو له پاره ئې ورسره کار کړی و.