ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کي د محمدرضا رسول ییلاقي په نوم کس د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل سوی دئ.
د سرچینې په وینا، ییلاقي شاوخوا دوې اوونۍ مخکي له کاناډا څخه افغانستان ته راستون سوی و.
سرچينه زياتوي چي وسلهوال کسان د هغه کور ته ورغلي او د ځان سره ئې بېولی و، چي څو ساعته وروسته ئې جسد موندل سوی.
سرچینې وايي، نوموړی د کاناډا په ټورنټو ښار کي اوسېدئ چي تازه افغانستان ته راغلی و.
د نوموړي د وژني مسئوليت تر اوسه کومي ډلي نه دئ منلی.
هېره دي نه وي، چي د ط..البانو چارواکو هم تر اوسه د دې پېښي په اړه څه نه دي ویلي.