د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هیواد پر جازان او نجران هوايي ډګرونو د دوشنبې په ورځ په بریدونو کي درې کسان ټپیان سوي دي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په دغو بریدونو کي هوايي ډګرونو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
بلخوا حوثیانو ویلي، چي د سعودي په جنوبي برخو کي ئې پر هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.