د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کي يو موټر د تېز رفتار له امله د سړک څخه اوښتی او وروسته ئې اور اخيستی، چي له امله ئې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه ليکي چي دغه پېښه کي يو کس وژل سوی او د يوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون دوه کسان نور ټپيان سوي دي.