د سوریې د ځايي سرچینو څخه د ترلاسه سوو معلوماتو په اساس، امریکايي ځواکونو د سوريې د حسکه ولایت د تل تمر کرښي ته نژدې د قسرک پوځي اډې د تخلیې لړۍ پیل کړې ده.
راپورونه وايي چي لسګونه لوژستیکي لارۍ چي پوځي تجهیزات ئې لېږدول، له دې اډې څخه وتلي او په کاروانونو کي د عراق پولي ته رواني سوي دي.
امریکا په تېره یوه میاشت کي د سوریې د الشدادي او التنف سیمو له خپلو پوځي اډو څخه هم وتلي دي. اوس مهال امریکايي پوځ خپل حضور د سوریې په رمیلان، خراب جیر او لایف سټون سیمو کي ساتلی دئ.
د حسکه په قسرک اډه کي د تخلیې له پیل سره ویل کېږي، چي امریکا ښايي په سوریه کي د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو له پاره چمتووالی نیسي.
تر دې مخکي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي لیکلي و، چي کله د داع.ش ډلي غړي عراق ته ولېږدول سي، نو امریکايي پوځ به په راتلونکو دوو میاشتو کي خپل شاوخوا زر پاته سرتېري هم له سوریې وباسي.
امریکا له ۲۰۱۵ کال راهیسي د داع.ش وسله والي ډلي پر ضد د عملیاتو په چوکاټ کي په سوریه کي خپل پوځي حضور ساتلی وو.