د سولي له ناستو د ایران دولت ته نږدې رسنۍ ناهیلي

د سولي له ناستو د ایران دولت ته نږدې رسنۍ ناهیلي
«ایران‌نوانس» د ايران له حکومت سره نږدې بلل کېږي، د Axios د هغه راپور په بيا خپرولو سره، چي پکښي د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو د پرمختګ خبره سوې، ادعا کړې ده چي رسنيز فضا تر ډېره حده مصنوعي بڼه لري.
د دې رسنۍ په وينا، هغه تبليغات چي د خبرو اترو بريا لويه ښيي، په حقيقت کي يو سياسي او رسنيز تاکتيک دی، نه واقعي پرمختګ. د دوی په اند، د دې فضا هدف دا دی چي نړيوال بازارونه ارام وساتل سي او پر ټرمپ باندي داخلي فشارونه کم کړل سي.

په راپور کي دا هم ويل سوي چي د خبرو اصلي حالت تر هغه ډېر منفي دی چي په رسنيو کي انځورېږي. د دوی په باور، د امريکا متضاد دريځونه او د اسریلو له لوري احتمالي مداخلې د دې سبب سوي چي د تفاهم چانسونه کمزوري پاته سي.
په ټوله کي، دا تحليل هڅه کوي وښيي چي اوسنی رسنيز تصوير د واقعي ميدان انعکاس نه دی، بلکې د سياسي موخو لپاره جوړ سوی يو کنټرول سوی روايت دی.