د ط..البانو امر ب.المعروف وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي، چي په فاریاب ولايت کي ئې ۱۷ مېرمني د کورني تاوتريخوالي څخه ژغورلي. د ياد وزارت په وينا چي دغه مېرمني د ناوړه دودونو ښکار سوي وې او له ډېري اوږدې مودې راهيسي د کورني تاوترخوالي سره مخ وې.
د ياد وزارت په وينا چي دغه مېرمني د خپلو خاوندانو له خوا په دوامداره توګه زورول کېدې، چي دوی ئې د خاوندان څخه تعهد اخيستی، چي نور به ورسره تاوتريخوالی نه کوي.
ط..البانو يادي څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د دغي ډلي د بيا واکمنۍ سره سم هغوی په افغانستان کي د افغان مېرمنو د زده کړو، کار او ازادۍ حقونه تر پښو لاندي کړي.