د ط.. البانو تر واک لاندي د عامي روغتيا د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي نن دوشنبه د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کي د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سوی.
د ياد وزارت د خبرپاڼي له مخي چي دغه واکسين کمپاين به درې ورځي دوام وکړي او شاوخوا ۷.۴ ميليونه هغه کوچنيان چي عمرونه ئې تر پنځو کلنو کم وي واکسين کړل سي.
دغه وزارت د ټولو والدينو څخه غوښتي چي خپلو ټولو تر پنځو کلونو کم عمره کوچنيان ته دغه واکسين ورکړي.