د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په باميانو ولايت کي ئې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ئې د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې د ۱۵ څخه تر ۳۵ پوري په عام محضر کي په دورو وهلي او د يوه کال څخه تر دوو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي چي په همدې ورځ ط..البانو په کاپيسا کي هم پنځه کسان په دورو وهلي وو.