ط..البان وايي په هرات ولايت کي ئې ۵۳۰ هغه کسان نيولي چي د دغه ولايت په کهسان ولسوالۍ کي د سرحد څخه په غيرقانوني ډول ايران ته تلل.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې د دوو ورځو په جريان کي نيولي دي.
د خبرپاڼي په حواله دا کسان ئې بېرته خپلو اصلي سیمو او استوګنځیو ته استولي دي.
بايد وويل سي چي تر دې مخکي هم یوه ۷۰ کسیزه ډله چي غوښتل ئې په غيرقانوني ډول ايران ته ولاړسي د يخ او واوري له امله د ايران د پولي سره نژدې بند پاته سوي وو، چي له ډلي ئې درې کسان وژل سوي وو.