د بدخشان څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت يو پخوانی نظامي يوه هفته وړاندي د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کي ورک سوی و، چي يوه هفته وروسته ئې جسد د دغه ولايت په يفتل ولسوالۍ کي موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي د دغه پخواني نظامي څخه سر پرې سوی و.
سرچينه زياتوي، چي دغه وژل سوی نظامي ناصر نومېږي او د جمهوري نظام پر مهال ئې د تخار او بدخشان په امنيې قومندانۍ کي دنده تر سره کړې وه.
تر اوسه پوري ط..البانو د دغه کس د وژل کېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.