د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په کاپيسا ولايت کي ئې پنځه کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا په عام محضر کي فزيکي سزاوي زياتي سوي دي. د بشر حقونو نړۍوال سازمانونه د ط..البانو څخه غواړي چي دغه ډول سزاوي و دروي.